منځپانگې ته ورتلل

بورېليوز: د بياکتنو تر منځ توپير

د AfghaniPedia|افغانيپېډيا لخوا
د "بوریلیوز Borreliose يا کنه چيچنه يوه انتاني ناروغي ده. څوک چې په اوړي کې په طبیعت کې چکر وهي، ښايي کنه وپېژني. کنې د بوریلیا بورگدورفیري Borrelia burgdorferi باکټریا لېږدوي چې د بوریلیوز ناروغي رامنځته کولی شي. دغه ناروغي معمولاً ناتشخیص شوې پاتې کېږي خو وروسته بیا اوږ..." تورو مخ جوړ شو
 
ود سمون لنډیز نشته
 
(د همدې کارن ۲ منځمهالې بياکتنې نه دې ښودل شوي.)
۱ کرښه: ۱ کرښه:
[[دوتنه:LD Trans Cycle.png|بټنوک]]
بوریلیوز Borreliose يا کنه چيچنه يوه انتاني ناروغي ده. څوک چې په اوړي کې په طبیعت کې چکر وهي، ښايي کنه وپېژني. کنې د [[بوریلیا بورگدورفیري]] Borrelia burgdorferi باکټریا لېږدوي چې د بوریلیوز ناروغي رامنځته کولی شي. دغه ناروغي معمولاً ناتشخیص شوې پاتې کېږي خو وروسته بیا اوږدمهالې پایلې لرلی شي.

۱۰ کرښه: ۱۱ کرښه:

=== د بوریلیوز ځانگړې نښې ===
=== د بوریلیوز ځانگړې نښې ===
[[دوتنه:Erythema migrans - erythematous rash in Lyme disease - PHIL 9875.jpg|بټنوک|د کنې چيچلو وروسته سورواله]]
* سوروالی: په ۹۰ فیصده ناروغانو کې یو سور داغ لیدل کېږي. د پوستکي دغه داغ تر چیچل کېدو ۳ تر ۳۰ ورځې وروسته په چیچلي ځای کې یا هم د بدن په یوه بل ځای کې مثلاً په لینگیو، سر، یا غاړه کې پيدا کېږي چې لږ تر لږه پنځه سانتي متره او دایروي وي. دغه سوروالی په منځ کې تت وي او په څو ورځو کې بهر خواته پراخېږي.

۱۵ کرښه: ۱۷ کرښه:

* د پوستکي بدلونونه: په نادرو پېښو کې کېدای شي غوټې یا پړسوب چې شینوزمه سور رنگ یې وي، د غوږونو، د تیونو څوکو یا تناسلي ناحیې په پوستکي کې پیدا شي. په استثنايي پېښو کې ښايي د پوستکي مزمن التهاب رامنځته شي. په تېره بیا د مټو او لینگیو نننۍ خوا او همدارنگه د پوزې او د لاسونو او پښو د گوتو پوستکی نری کېږي او رنگ یې شین بخون اوړي.

* [[دوتنه:Lyme disease.webm|بټنوک]]

* د زړه اخته کېدل: په خورا نادرو پېښو کې د زړه التهاب (Carditis) رامنځته کېږي چې ممکن د زړه د حرکاتو له بې نظمۍ سره مل وي.
* د زړه اخته کېدل: په خورا نادرو پېښو کې د زړه التهاب (Carditis) رامنځته کېږي چې ممکن د زړه د حرکاتو له بې نظمۍ سره مل وي.
۲۲ کرښه: ۲۵ کرښه:
* د بندونو مزمن التهاب: په سلو ناروغانو کې ۵ یې میاشتې یا کلونه وروسته د بندونو په التهاب اخته کېږي. دغه التهاب چې Lyme-Arthritis هم بلل کېږي، اکثراً د زنگانه بندونه نیسي خو ښنگري، څنگل، د لاسونو او پښو د گوتو بندونه او مړوند هم اخته کېدای شي. دغه التهاب معمولاً د څپې غوندې لوړې ژورې او تگ راتگ لري.

== د بوریلیوز درملنه څنگه کېږي؟ ==
== د بوریلیوز درملنه څنگه کېږي؟ ==
[[دوتنه:Lyme disease B. burgdorferi.png|بټنوک]]
که کنې وچیچلې او څو ورځې یا څو اونۍ وروسته دې پر پوستکي دایروي سوروالی او ورسره تبه، سردردي او د عضلاتو درد پيدا شو نو ډاکټر ته به ورځې. ناروغي لومړی د نښو نښانو له مخې تشخیصېږي او د وینې معاینه په تشخیص کې مرسته کوي. په ټوله کې څومره چې بوریلیوز ژر تشخیص شي، هماغومره یې ښه درملنه کېږي.

۳۷ کرښه: ۴۱ کرښه:

=== د کنې را ایستل ===
=== د کنې را ایستل ===
[[دوتنه:The castor bean tick (Ixodes ricinus) - a female at the top and a male below. 02.jpg|بټنوک]]
معمولاً څو ساعته وخت غواړي چې د وینې د ځبېښلو پر مهال د کنې له کولمو څخه باکټریا د انسان بدن ته ننوځي. نو څومره ژر چې ممکن وي، هغومره چټک به کنه وباسئ. د دې کار لپاره بهترین شی ځانگړی پنسټ دی خو که پنسټ درسره نه وي په گوتو یې هم ایستلی شئ. کنه له سره ونیسئ او په کراره یې سیده را وباسئ. د را ایستلو پر مهال به یې پام کوئ چې لشه یې ماته نه شي. که کنه یوه خوا بله خوا وښوروئ، ممکن لشه یې ماته او په پوستکي کې پاتې شي. همدارنگه کنه به له کونې نه نیسئ ځکه چې له کولمو یې د باکټریاوو راوتل او د انسان بدن ته یې ننوتل زیاتېږي. د کنې د ایستلو پر مهال به سپرې، غوړ یا بل شی نه ور اچوئ ځکه چې دا کنه تحریکوي او لا زیات میکروبونه مو بدن ته ننه باسي. د کنې تر ایستلو وروسته د چیچنې ځای باندې انټي سپټیک سپرې وکاروئ.

۴۵ کرښه: ۵۰ کرښه:

''نوټ:'' تر دې دمه له افغانستانه د بوریلیوز د کومې پېښې راپور نه دی ثبت شوی. خو په اروپا او امریکا کې مېشت افغانان په بوریلیوز د اخته کېدو جوگه دي.
''نوټ:'' تر دې دمه له افغانستانه د بوریلیوز د کومې پېښې راپور نه دی ثبت شوی. خو په اروپا او امریکا کې مېشت افغانان په بوریلیوز د اخته کېدو جوگه دي.
[[وېشنيزه:محب الله زغم]]
[[وېشنيزه:انتاني ناروغۍ]]
[[وېشنيزه:طبابت]]

د ۱۹:۵۳, ۲ مارچ ۲۰۲۵ پورې تازه بڼه

بوریلیوز Borreliose يا کنه چيچنه يوه انتاني ناروغي ده. څوک چې په اوړي کې په طبیعت کې چکر وهي، ښايي کنه وپېژني. کنې د بوریلیا بورگدورفیري Borrelia burgdorferi باکټریا لېږدوي چې د بوریلیوز ناروغي رامنځته کولی شي. دغه ناروغي معمولاً ناتشخیص شوې پاتې کېږي خو وروسته بیا اوږدمهالې پایلې لرلی شي.

بوریلیوز څه شی دی؟

[سمول | سرچينه سمول]

بوریلیوز یوه ناروغي ده چې کنې یې انسان ته لېږدوي. دغه ناروغي «د لایم بیماري» یا لایم بوریلیوز هم بلل کېږي. لایم Lyme په امریکا کې یوه سیمه ده چې ډېر وگړي یې په ۱۹۷۶ کې وروسته له هغې د بندونو په گزک اخته شول چې کنو چیچلي وو. د بوریلیوز بله بڼه چې د جرمني په جنوبي سیمو یعنې بایرن، باډن – ووټمبرگ او د ټورینگین جنوبي برخو کې پېښېږي «د ماغزو اوړنی التهاب» Frühsommer-Meningoenzephalitis (FSME), بلل کېږي. بوریلیوز په جرمني کې هر کال په لس زرو کسانو کې ۳ تنه نیسي چې معمولاً له جون تر آگسټه پورې پېښېږي.

کنې داسې لشې لري چې پرې د چیچلي کس وینه ځبېښي. د وینې ځبېښلو پر مهال کېدای شي د کنې له بدنه میکروبونه د انسان یا حیوان د وینې دوران ته ورننوځي. نو خبره دومره آسانه هم نه ده چې خلک وايي «د کنې چیچنه به نو څه وي؟»، د کنې چیچنه د بوریلیوز ناروغي زېږوي. د لایم بوریلیوز علت یوه باکټریا ده چې بوریلیا بورگدورفیري بلل کېږي. د بوریلیا باکټریاگانې یوازې هله د انسان بدن ته ننه وتلی شي چې کنې یې وچیچي یعنې دغه بیماري له انسانه انسان ته نه لېږدي.

د بوریلیوز ځانگړې نښې نښانې څه دي؟

[سمول | سرچينه سمول]

په جرمني کې د کنو ۳۰ فیصده د بوریلیا باکټریا په ځان کې لري خو هره چیچنه یې خامخا د بیمارۍ سبب نه کېږي. له بلې خوا د دې ناروغۍ ځینې غیروصفي نښې لکه ستړیا او د بندونو درد په نورو بیماریو کې هم وي چې همدا خبره د بوریلیوز تشخیص سختوي.

د بوریلیوز ځانگړې نښې

[سمول | سرچينه سمول]
د کنې چيچلو وروسته سورواله
  • سوروالی: په ۹۰ فیصده ناروغانو کې یو سور داغ لیدل کېږي. د پوستکي دغه داغ تر چیچل کېدو ۳ تر ۳۰ ورځې وروسته په چیچلي ځای کې یا هم د بدن په یوه بل ځای کې مثلاً په لینگیو، سر، یا غاړه کې پيدا کېږي چې لږ تر لږه پنځه سانتي متره او دایروي وي. دغه سوروالی په منځ کې تت وي او په څو ورځو کې بهر خواته پراخېږي.
  • زوکام وزمه نښې: د بوریلیوز په نښو نښانو کې د پلو او بندونو درد، تبه، د لیمفاوي غدو پړسوب او ستړیا شامل دي.
  • د پوستکي بدلونونه: په نادرو پېښو کې کېدای شي غوټې یا پړسوب چې شینوزمه سور رنگ یې وي، د غوږونو، د تیونو څوکو یا تناسلي ناحیې په پوستکي کې پیدا شي. په استثنايي پېښو کې ښايي د پوستکي مزمن التهاب رامنځته شي. په تېره بیا د مټو او لینگیو نننۍ خوا او همدارنگه د پوزې او د لاسونو او پښو د گوتو پوستکی نری کېږي او رنگ یې شین بخون اوړي.
  • دوتنه:Lyme disease.webm
  • د زړه اخته کېدل: په خورا نادرو پېښو کې د زړه التهاب (Carditis) رامنځته کېږي چې ممکن د زړه د حرکاتو له بې نظمۍ سره مل وي.
  • د عصبي سیستم اخته کېدل: کله چې عصبي سیستم اخته شي، دا بیا عصبي بوریلیوز بلل کېږي. نښې نښانې یې تر چیچل کېدو څو اونۍ یا څو میاشتې وروسته څرگندېږي. په بوریلیوز د ټولو اخته شویو انسانانو په شاوخوا ۳ فیصدو کې عصبي بوریلیوز لیدل کېږي. سوی کوونکي عصبي دردونه، د مخ فلج کېدنه یا د مرکزي عصبي سیستم زیانونه یې نښې دي. د التهاب په وجه د عصبي تارونو د تخریش له امله په نادرو واقعاتو کې بې حسي، ړوندوالی، کوڼوالی، او د سټې، مټو او لینگیو فلج رامنځته کېدی شي. که ماشومان په عصبي بوریلیوز اخته شي نو معمولاً د مغزو د پردې التهاب (Meningitis) په کې پیدا کېږي چې له سختې سردردۍ او د مخ له فلج کېدو سره مل وي.
  • د بندونو مزمن التهاب: په سلو ناروغانو کې ۵ یې میاشتې یا کلونه وروسته د بندونو په التهاب اخته کېږي. دغه التهاب چې Lyme-Arthritis هم بلل کېږي، اکثراً د زنگانه بندونه نیسي خو ښنگري، څنگل، د لاسونو او پښو د گوتو بندونه او مړوند هم اخته کېدای شي. دغه التهاب معمولاً د څپې غوندې لوړې ژورې او تگ راتگ لري.

د بوریلیوز درملنه څنگه کېږي؟

[سمول | سرچينه سمول]

که کنې وچیچلې او څو ورځې یا څو اونۍ وروسته دې پر پوستکي دایروي سوروالی او ورسره تبه، سردردي او د عضلاتو درد پيدا شو نو ډاکټر ته به ورځې. ناروغي لومړی د نښو نښانو له مخې تشخیصېږي او د وینې معاینه په تشخیص کې مرسته کوي. په ټوله کې څومره چې بوریلیوز ژر تشخیص شي، هماغومره یې ښه درملنه کېږي.

د بوریلیوز درملنه په انټي بیوټیک کېږي. ډاکټر معمولاً ډوکسي سایکلین یا اموکسيسیلین درته لیکي چې له دوو تر څلورو اونیو یې باید وخورې. په خاصو حالتونو کې ممکن وریدي انټي بیوټیک هم ضرور وي. که تجویز شوی انټي بیوټیک کار ونه کړي نو ممکن له بل انټي بیوټیک سره بدل شي. اکثره وخت بوریلیوز بې له دې چې څه ځنې پاتې شي، رغېږي.

له بوریلیوز څخه ځان څنگه وساتو؟

[سمول | سرچينه سمول]

له بوریلیوزه د ځان ساتنې لپاره دوه شیان مهم دي: د کنو له چیچنې ځان ساتل او که یې وچیچلې، د کنې سم را ایستل.

د کنې له چیچنې د ځان ساتنه

[سمول | سرچينه سمول]
  1. د حشرو او کنو ضد مواد وکاروئ. دغه مواد د سپرې په بڼه په درملتونو او ځینو سوپرمارکېټونو کې خرڅېږي. دا به په یاد ساتئ چې د دې موادو اثر یوازې ۲-۴ ساعته دوام کوي او که ډېره موده په طبیعت کې تېروئ، باید بیا بیا یې وکاروئ.
  2. لینگي او مټې مو په کالیو وپوښئ یعنې داسې جامې واغوندئ چې پوره لستوڼي او اوږدې پایڅې ولري.
  3. کلک بوټونه په پښو کړئ او بندونه یې سم وتړئ. د پتلانه پایڅې مو په جورابو کې ننه باسئ.
  4. څومره چې کېدای شي، هغومره د روښانه رنگونو جامې واغوندئ چې کنې په کې ښه ولیدل شي.
  5. په طبیعت کې له چکر وروسته مو جامې سم له لاسه بدلې کړئ او ټول بدن مو وگورئ چې کنه په کې نه وي، په تېره بیا د پوستکي په گونځو او په تخرگونو کې پسې وگورئ.

د کنې را ایستل

[سمول | سرچينه سمول]

معمولاً څو ساعته وخت غواړي چې د وینې د ځبېښلو پر مهال د کنې له کولمو څخه باکټریا د انسان بدن ته ننوځي. نو څومره ژر چې ممکن وي، هغومره چټک به کنه وباسئ. د دې کار لپاره بهترین شی ځانگړی پنسټ دی خو که پنسټ درسره نه وي په گوتو یې هم ایستلی شئ. کنه له سره ونیسئ او په کراره یې سیده را وباسئ. د را ایستلو پر مهال به یې پام کوئ چې لشه یې ماته نه شي. که کنه یوه خوا بله خوا وښوروئ، ممکن لشه یې ماته او په پوستکي کې پاتې شي. همدارنگه کنه به له کونې نه نیسئ ځکه چې له کولمو یې د باکټریاوو راوتل او د انسان بدن ته یې ننوتل زیاتېږي. د کنې د ایستلو پر مهال به سپرې، غوړ یا بل شی نه ور اچوئ ځکه چې دا کنه تحریکوي او لا زیات میکروبونه مو بدن ته ننه باسي. د کنې تر ایستلو وروسته د چیچنې ځای باندې انټي سپټیک سپرې وکاروئ.

نور به څه کوئ؟

[سمول | سرچينه سمول]

هره ورځ مو بدن گورئ. که سور داغ مو پر پوستکي پیدا شو چې ورځ تر بلې غټېږي، نو خامخا به ډاکټر ته ځئ.

  • مهمه خبره: هر کنه چیچلی په بوریلیوز نه اخته کېږي. په سلو چیچلو کسانو کې یوازې ۱ تن په دې ناروغۍ اخته کېدای شي. بل ښه خبر دا دی چې کنه که په ۲۴ ساعتونو کې له خپل پوستکي وباسئ نو له اخته کېدو مو ځان ژغورلی شئ.

نوټ: تر دې دمه له افغانستانه د بوریلیوز د کومې پېښې راپور نه دی ثبت شوی. خو په اروپا او امریکا کې مېشت افغانان په بوریلیوز د اخته کېدو جوگه دي.