منځپانگې ته ورتلل

بوسپېرون

د AfghaniPedia|افغانيپېډيا لخوا
تر ۱۱:۵۱, ۴ مارچ ۲۰۲۵ پورې شته مخليدنه، د AFGHANIPEDIA (خبرې اترې | ونډې) (د "بوسپېرون (په انگرېزي: Buspirone) د تورورتوب (اضطراب) ضد يو درمل دی چې د توروتيايي گډوډيو لکه ټوليزې ترورتيا گډوډۍ (عمومي اضطراب اختلال یا Genaralised Anxiety Disorder) د درملنې لپاره کارېږي. دا درمل د سیروټونین 5-HT1A ریسیپټر نيمه اگونیسټ دی چې د مغز د سیروټونین ریسیپټرونو دنده..." تورو مخ جوړ شو) لخوا ترسره شوې
(توپير) → زړه بڼه | اوسنۍ بڼه (توپير) | نوې بڼه ← (توپير)

بوسپېرون (په انگرېزي: Buspirone) د تورورتوب (اضطراب) ضد يو درمل دی چې د توروتيايي گډوډيو لکه ټوليزې ترورتيا گډوډۍ (عمومي اضطراب اختلال یا Genaralised Anxiety Disorder) د درملنې لپاره کارېږي.

دا درمل د سیروټونین 5-HT1A ریسیپټر نيمه اگونیسټ دی چې د مغز د سیروټونین ریسیپټرونو دنده ډېروي. دا د خولې له لارې اخیستونکي درمل دي او د بشپړ اغېز لپاره یې له شاوخوا دوه اونيو څخه تر شپږو اونیو پورې وخت نیسي.

د بوسپېرون سره ټولگړې غبرگې اغېزې بدهضمي (زړه بدواله، کانگې)، سرخوږی، سر گرځېدنه او د ځيرمنتوب ستونزې شاملې دي. په جدي غبرگو اغېزو کې د خوځېدا گډوډي، سیروټونین ساينډروم او جټکې د يادونې وړ دي. په ښکاره توگه دا درمل د امیندوارۍ پر مهال خوندي ښکاري، خو لاهم په دې برخه کې لا تر اوسه کافي څېړنې نه دي شوې، او د شیدو ورکولو پر مهال یې کارول هم ښه نه دي څېړل شوي.

بوسپیرون په ۱۹۶۸ کال کې جوړ شو او په ۱۹۸۶ کال کې د امريکا په متحده ایالاتو کې طبي کارېدنې لپاره تصویب شو. دا اوس د عمومي (جنریک) درملو په توگه درملتونونو کې پلورل کېږي. په ۲۰۲۲ کال کې، دا د امريکا د متحده ایالاتو ۵۴م تر ټولو زیات تجویز کېدونکی درمل و، چې له ۱۲ میلیونو څخه ډېر نسخې يې ورکړل شوي.