منځپانگې ته ورتلل

بوپرينورفين

د AfghaniPedia|افغانيپېډيا لخوا
د بوپرينورفين جوړښتي کيميايي فورمول

بوپرينورفين (په انگرېزي: Buprenorphine) يو اوپيايدي درمل دي چې د اوپيايد روږدېدنې گډوډۍ، حاد درد او اوندن (مزمن) درد درملنې لپاره کارېږي. د کارېدنې توگه يې ژبلاندې (sublingual)، په خوله کې، تزريقي لارې لکه د پوستکي لاندې، په رگ کې او د دې تر څنگ جلد پورې او امپلانټي توگې دي.

تر دې دمخه چې د اوپيايد روږدېدنې گډوډيو لپاره په بوپرينوفين درملنه پيل شي، بايد ناروغ تر ډېره حده د اوپيويډ پرېښودنې معتدله نښې نښانې ولري او بايد چې ناروغ د کارپوه روغتيايي پرسونل د مستقيمې څارنې لاندې وي.

په متحده ایالاتو کې اکثرا د سبوکسون (Suboxone) (بوپرينورفين او نالوکسون ترکيب) سپارښتنه د دې لپاره کېږي چې د ستنې وهنې له لارې د بوپرينوفين د ناسمې کارېدنې مخنيوی وشي. خو د مؤثريت او ناسمې کارېدنې اړونده څېړنې ښيي چې سبوکسون درمل د يوازې بوپرينوفين درملو په پرتله د خونديتابه له مخې لږ گټور او خوندي درمل دي.

بوپرينورفين تر کارېدو وروسته د درد غلي کېدا تر ټولو زياته اغېزه په يوه ساعت کې دننه ښکاره کوي چې اغېزه يې تر ۲۴ ساعتونو پورې پاتې کېږي. بوپرينوفين د اوپيويډ بېلابېل ريسيپټورونو باندې په بېلابېل ډول اغېزه لري. د اوپيويډ رسيپټورونو بېلابېلو ډولونو ته اړونده دا درمل ممکن د يو ريسيپټور لپاره اگونيسټ، د بل لپاره نيمه اگونيسټ، او د بل لپاره انټاگونيسټ په توگه اثر وښيي. د بوپرينورفين د اگونيسټ/انټاگونيسټ ځانگړنې د اوپيايد روږدېدنې گډوډۍ په درملنه کې مهم دی: دا د نورو اوپيويډونو د پرېښودتې نښې غلي کوي او يو څه د خوښي احساس (ایوفوریا) راپاروي، خو په عين وخت کې د نورو اوپيويډونو، لکه هيرويين، د اغيزو مخنيوی کوي.

بشپړ اگونيسټونو لکه هيرويين او ميتاډون ته ناورته بوپرينورفين يوه "چت اغېزه" (ceiling effect) لري، په بله وينا، د يوې ځانگړې اندازې (حد) څخه د بوپرينوفين کارېدنه د اغيزې د زياتوالي سبب نه کېږي. په ملو ناغوښتلو اغيزو يې کېدای شي د (ساييز منځي ځپېدنه) سابندېدنه يا تنفسي کمښت، خوبولتوب (کسالت او ډېر خوبجنتوب)، د اډرينال عدم کفاية، د زړه د QT اوږدېدنه، د وينې ټيټ فشار، حساسيتونه يا الرجيکي غبرگونونه، قبض او پر اوپيويډ روږدېدنه شامل دي. په هغو کسانو کې چې له پخوا څخه د عصبي جټکې (تشنج يا صرعې) سابقه لري، د نورو جټکو يا تشنجونو د راتگ وېره شته. د بوپرينورفين پرېښودو وروسته د اوپيويډ پرېښودنې نښې اکثرا د نورو اوپيويډونو په پرتله لږ شدت لري. دا جوته نه ده چې د اميندوارۍ پر مهال يې کارېدنه خوندي ده او که نه، خو د شيدو ورکولو پر مهال يې کارول احتمالاً خوندي گڼل کېږي، ځکه چې ماشوم ته د شيدو له لارې رسېدونکې کچه يې د مور د وزن پر بنسټ له 1-2٪ پورې وي. بوپرينورفين په ۱۹۶۵ کال کې ثبت شو او په ۱۹۸۱ کال کې په متحده ایالاتو کې د طبي کارېدنې لپاره ومنل شو. دا د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) د اهمو درملو په لیست کې شامل دی. د درد غلي کيدونکي درمل په توگه د سپارښتنې سربېره، دا درمل اکثرا د اوپيويډ کارېدنې يا روږدېدنې گډوډيو، لکه د هېروئين روږدتيا درملنې په توگه کارېږي. په ۲۰۲۰ کال کې، بوپرينورفين د متحده ایالاتو ۱۸۶م تر ټولو زيات ليکل شوی درمل و، چې له ۲.۸ ميليونو څخه زیاتې نسخې یې ورکړل شوي دي. بوپرينورفين د نشې لپاره هم کارېدلای شي.