منځپانگې ته ورتلل

ميرويس عزيزي

د AfghaniPedia|افغانيپېډيا لخوا
تر ۰۷:۵۸, ۳ مارچ ۲۰۲۵ پورې شته مخليدنه، د باران (خبرې اترې | ونډې) (د "'''ميرويس عزيزي هوتک''' (زېږون:۱۹۶۲) افغان سوداگر دی چې اوسمهال دوبۍ کې اوسيږي.<ref>{{cite news |url=https://www.ariananews.af/afghan-businessman-announces-plan-to-invest-10-billion-over-next-5-years/ |title=Afghan businessman announces plan to invest $10 billion over next 5 years |work=Ariana News |date=January 13, 2024 |access-date=2024-04-12}}</ref><ref>{{cite news |url=https://tolonews.com/business-..." تورو مخ جوړ شو) لخوا ترسره شوې
(توپير) → زړه بڼه | اوسنۍ بڼه (توپير) | نوې بڼه ← (توپير)

ميرويس عزيزي هوتک (زېږون:۱۹۶۲) افغان سوداگر دی چې اوسمهال دوبۍ کې اوسيږي.[۱][۲][۳] هغه د عزيزي شرکتونو رئيس دی، کوم چې په ۱۹۸۹ ز کال کې د بانکوالۍ، املاکو، پانگونې او مېلمه پالنې برخو کې د خدمتونو وړاندې کولو په موخه تاسيس شو. [۴] په همدې ډول هغه د عزيزي بانک رييس هم دی، [۵][۶] عزيزي بانک په ۲۰۰۶ ز کال په کابل افغانستان کې د $۷.۵ميليونه ډالرو په پانگونې سره پيل شو چې اوسمهال دا پانگه $۸۰ ميليونه ډالرو ته رسېدلې ده.[۷] عزيزي اوسمهال په دوبۍ کې د عزيزي برج[۸] په جوړولو بوخت دی چې دا به په دوبۍ کې تر برج خليفه وروسته دوهم لوی برج وي.[۹] هغه د ۲۰۱۸ ز کال په مارچ کې د منځني ختيځ عربي سوداگرو ۱۰۰ اغېزمنوونکو سوداگرو نوملړ کې هم شامل وو.[۱۰][۱۱] د اسيا سېنتينېل راپور له مخې هغه د ډېرو افغانانو له خوا د افغانستان تر ټولو شتمن سړی گڼل کيږي چې په افغانستان کې يې د پلورل شويو نفتي توکو ۷۰٪ برخه اداره کول.[۱۲] Script error: No such module "مالومات".

ژوندليک

ميرويس عزيزي په لغمان ولايت کې زېږېدلی دی او د کابل پوهنتون نه يې د حقوقو پوهنځي کې د ليسانس سند ترلاسه کړی دی.[۱۳] هغه په ۱۹۸۸ ز کال کې د افغانستان څخه ووت.[۱۴][۱۵]

عزيزي په ۲۰۰۷ ز کال کې د عزيزي پراختيا بنسټ کېښود.[۳] يو کال دمخه په ۲۰۰۶ ز کال کې هغه په افغانستان کې د عزيزي بانک بنسټ ايښی وو، چې په افغانستان کې له لويو سوداگريزو او مالي ادارو څخه يوه لويه اداره ورگرځېده. هغه باختر بانک چې اوس د افغانستان اسلامي بانک گڼل کيږي هم ترلاسه کړ[۱۶]، چې په افغانستان کې يو له چټکو وده کوونکو بانکونو څخه دی.[۱۱]

عزيزي پراختيايي شرکت د ۲۰۰۷-۲۰۰۸ ز کال مالي کړکېچ پورې په دوبۍ کې د غيرپلان شويو ملکيتونو پلور پيل کړ. ډېری پېرودونکو پر وخت پيسې نشو ورکولی؛ نو عزيزي امر وکړ، چې د هغوی څخه اخيستل شوې پيسې بېرته ورکړي.[۱۷]

په ۲۰۱۳ ز کال عزيزي پراختيايي شرکت يو ځل بيا د پروژو په جوړولو پيل وکړ.[۱۸] اوسمهال دا شرکت له ۲۰۰ څخه زياتې پروژې د پراختيا په بېلابېلو پړاوونو کې لري چې اوسنی ارزښت يې له ۴۵ ميليارده درهمو څخه ډېر دی.[۱۹] د عزيزي هوتک گروپ چې هغه د ۸۰ ميليونو ډالرو لومړنۍ پانگونې سره پيل کړی وو، په ۱۰ هېوادونو کې فعاليت کوي.[۱۴]

هغه د افغانستان امريکايي پوهنتون چې د لوړو زده کړو برخه کې يو ناگټندويه بنسټ دی د هغه کسانو ډلې غړی دی چې دپوهنتون چارې سموي او ګټې يې ساتي.[۱۳]

شرکتونه

د ميرويس عزيزي د شرکتونو/سازمانونو نوملړ

  • عزيزي پانگونه[۲۰]
  • عزيزي پراختيا[۱۸]
  • عزيزي بانک[۳]
  • باختر بانک (اوسمهال د افغانستان اسلامي بانک)
  • عزيزي مېلمه پالنه
  • عزيزي بنسټ

شخصي ژوند

ميرويس عزيزي له پري گل سره واده کړی دی، اووه ماشومان لري چې له هغې ډلې فرهاد عزيزي، فواد عزيزي او جواد عزيزي يې زامن دي.[۱۳]

سرچينې

کينډۍ:لړسرچينې