ميرويس عزيزي
ميرويس عزيزي هوتک (زېږون:۱۹۶۲) افغان سوداگر دی چې اوسمهال دوبۍ کې اوسيږي.هغه د عزيزي شرکتونو رئيس دی، کوم چې په ۱۹۸۹ ز کال کې د بانکوالۍ، املاکو، پانگونې او مېلمه پالنې برخو کې د خدمتونو وړاندې کولو په موخه تاسيس شو. عزيزي بانک په ۲۰۰۶ ز کال په کابل افغانستان کې د $۷.۵ميليونه ډالرو په پانگونې سره پيل شو چې اوسمهال دا پانگه $۸۰ ميليونه ډالرو ته رسېدلې ده. عزيزي اوسمهال په دوبۍ کې د عزيزي برج په جوړولو بوخت دی چې دا به په دوبۍ کې تر برج خليفه وروسته دوهم لوی برج وي.
هغه د ۲۰۱۸ ز کال په مارچ کې د منځني ختيځ عربي سوداگرو ۱۰۰ اغېزمنوونکو سوداگرو نوملړ کې هم شامل وو. د اسيا سېنتينېل راپور له مخې هغه د ډېرو افغانانو له خوا د افغانستان تر ټولو شتمن سړی گڼل کيږي چې په افغانستان کې يې د پلورل شويو نفتي توکو ۷۰٪ برخه اداره کول.
ژوندليک[سمول | سرچينه سمول]
ميرويس عزيزي په لغمان ولايت کې زېږېدلی دی او د کابل پوهنتون نه يې د حقوقو پوهنځي کې د ليسانس سند ترلاسه کړی دی، هغه په ۱۹۸۸ ز کال کې د افغانستان څخه ووت. ميرويس عزيزي له پري گل سره واده کړی دی، اووه ماشومان لري چې له هغې ډلې فرهاد عزيزي، فواد عزيزي او جواد عزيزي يې زامن دي.
عزيزي په ۲۰۰۷ ز کال کې د عزيزي پراختيا بنسټ کېښود. يو کال دمخه په ۲۰۰۶ ز کال کې هغه په افغانستان کې د عزيزي بانک بنسټ ايښی وو، چې په افغانستان کې له لويو سوداگريزو او مالي ادارو څخه يوه لويه اداره ورگرځېده. هغه باختر بانک چې اوس د افغانستان اسلامي بانک گڼل کيږي هم ترلاسه کړ، چې په افغانستان کې يو له چټکو وده کوونکو بانکونو څخه دی.
عزيزي پراختيايي شرکت د ۲۰۰۷-۲۰۰۸ ز کال مالي کړکېچ پورې په دوبۍ کې د غيرپلان شويو ملکيتونو پلور پيل کړ. ډېری پېرودونکو پر وخت پيسې نشو ورکولی؛ نو عزيزي امر وکړ، چې د هغوی څخه اخيستل شوې پيسې بېرته ورکړي. په ۲۰۱۳ ز کال عزيزي پراختيايي شرکت يو ځل بيا د پروژو په جوړولو پيل وکړ. اوسمهال دا شرکت له ۲۰۰ څخه زياتې پروژې د پراختيا په بېلابېلو پړاوونو کې لري چې اوسنی ارزښت يې له ۴۵ ميليارده درهمو څخه ډېر دی. د عزيزي هوتک گروپ چې هغه د ۸۰ ميليونو ډالرو لومړنۍ پانگونې سره پيل کړی وو، په ۱۰ هېوادونو کې فعاليت کوي.
هغه د افغانستان امريکايي پوهنتون چې د لوړو زده کړو برخه کې يو ناگټندويه بنسټ دی د هغه کسانو ډلې غړی دی چې دپوهنتون چارې سموي او ګټې يې ساتي.
شرکتونه[سمول | سرچينه سمول]
د ميرويس عزيزي د شرکتونو/سازمانونو نوملړ
- عزيزي پانگونه
- عزيزي پراختيا
- عزيزي بانک
- باختر بانک (اوسمهال د افغانستان اسلامي بانک)
- عزيزي مېلمه پالنه
- عزيزي بنسټ