ميرويس عزيزي
ميرويس عزيزي هوتک (زېږون:۱۹۶۲) افغان سوداگر دی چې اوسمهال دوبۍ کې اوسيږي.[۱][۲][۳] هغه د عزيزي شرکتونو رئيس دی، کوم چې په ۱۹۸۹ ز کال کې د بانکوالۍ، املاکو، پانگونې او مېلمه پالنې برخو کې د خدمتونو وړاندې کولو په موخه تاسيس شو. [۴] په همدې ډول هغه د عزيزي بانک رييس هم دی، [۵][۶] عزيزي بانک په ۲۰۰۶ ز کال په کابل افغانستان کې د $۷.۵ميليونه ډالرو په پانگونې سره پيل شو چې اوسمهال دا پانگه $۸۰ ميليونه ډالرو ته رسېدلې ده.[۷] عزيزي اوسمهال په دوبۍ کې د عزيزي برج[۸] په جوړولو بوخت دی چې دا به په دوبۍ کې تر برج خليفه وروسته دوهم لوی برج وي.[۹] هغه د ۲۰۱۸ ز کال په مارچ کې د منځني ختيځ عربي سوداگرو ۱۰۰ اغېزمنوونکو سوداگرو نوملړ کې هم شامل وو.[۱۰][۱۱] د اسيا سېنتينېل راپور له مخې هغه د ډېرو افغانانو له خوا د افغانستان تر ټولو شتمن سړی گڼل کيږي چې په افغانستان کې يې د پلورل شويو نفتي توکو ۷۰٪ برخه اداره کول.[۱۲] Script error: No such module "مالومات".
ژوندليک
ميرويس عزيزي په لغمان ولايت کې زېږېدلی دی او د کابل پوهنتون نه يې د حقوقو پوهنځي کې د ليسانس سند ترلاسه کړی دی.[۱۳] هغه په ۱۹۸۸ ز کال کې د افغانستان څخه ووت.[۱۴][۱۵]
عزيزي په ۲۰۰۷ ز کال کې د عزيزي پراختيا بنسټ کېښود.[۳] يو کال دمخه په ۲۰۰۶ ز کال کې هغه په افغانستان کې د عزيزي بانک بنسټ ايښی وو، چې په افغانستان کې له لويو سوداگريزو او مالي ادارو څخه يوه لويه اداره ورگرځېده. هغه باختر بانک چې اوس د افغانستان اسلامي بانک گڼل کيږي هم ترلاسه کړ[۱۶]، چې په افغانستان کې يو له چټکو وده کوونکو بانکونو څخه دی.[۱۱]
عزيزي پراختيايي شرکت د ۲۰۰۷-۲۰۰۸ ز کال مالي کړکېچ پورې په دوبۍ کې د غيرپلان شويو ملکيتونو پلور پيل کړ. ډېری پېرودونکو پر وخت پيسې نشو ورکولی؛ نو عزيزي امر وکړ، چې د هغوی څخه اخيستل شوې پيسې بېرته ورکړي.[۱۷]
په ۲۰۱۳ ز کال عزيزي پراختيايي شرکت يو ځل بيا د پروژو په جوړولو پيل وکړ.[۱۸] اوسمهال دا شرکت له ۲۰۰ څخه زياتې پروژې د پراختيا په بېلابېلو پړاوونو کې لري چې اوسنی ارزښت يې له ۴۵ ميليارده درهمو څخه ډېر دی.[۱۹] د عزيزي هوتک گروپ چې هغه د ۸۰ ميليونو ډالرو لومړنۍ پانگونې سره پيل کړی وو، په ۱۰ هېوادونو کې فعاليت کوي.[۱۴]
هغه د افغانستان امريکايي پوهنتون چې د لوړو زده کړو برخه کې يو ناگټندويه بنسټ دی د هغه کسانو ډلې غړی دی چې دپوهنتون چارې سموي او ګټې يې ساتي.[۱۳]
شرکتونه
د ميرويس عزيزي د شرکتونو/سازمانونو نوملړ
- عزيزي پانگونه[۲۰]
- عزيزي پراختيا[۱۸]
- عزيزي بانک[۳]
- باختر بانک (اوسمهال د افغانستان اسلامي بانک)
- عزيزي مېلمه پالنه
- عزيزي بنسټ
شخصي ژوند
ميرويس عزيزي له پري گل سره واده کړی دی، اووه ماشومان لري چې له هغې ډلې فرهاد عزيزي، فواد عزيزي او جواد عزيزي يې زامن دي.[۱۳]
سرچينې
- ↑ کينډۍ:Cite news
- ↑ کينډۍ:Cite news
- ↑ ۳٫۰ ۳٫۱ ۳٫۲ کينډۍ:Cite news
- ↑ کينډۍ:Cite news
- ↑ کينډۍ:Cite news
- ↑ کينډۍ:Cite news
- ↑ کينډۍ:Cite news
- ↑ کينډۍ:Cite news
- ↑ کينډۍ:Cite news
- ↑ کينډۍ:Cite news
- ↑ ۱۱٫۰ ۱۱٫۱ کينډۍ:Cite news
- ↑ کينډۍ:Cite news
- ↑ ۱۳٫۰ ۱۳٫۱ ۱۳٫۲ کينډۍ:Cite news
- ↑ ۱۴٫۰ ۱۴٫۱ کينډۍ:Cite news
- ↑ کينډۍ:Cite web
- ↑ کينډۍ:Cite news
- ↑ کينډۍ:Cite news
- ↑ ۱۸٫۰ ۱۸٫۱ کينډۍ:Cite web
- ↑ کينډۍ:Cite news
- ↑ کينډۍ:Cite news